چین هېواد د کندهار میرویس روغتون سره د میلیونونو افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.
د یاد روغتون رییس ډاکتر داوود فرهاد وایي چې چین او سره صلیب نړیوالې کمېټې له میرویس روغتون سره د میلیونونو افغانیو په ارزښت د طبي توکو مرسته کړې ده.
د هغه په خبره، په دې مرسته کې د جراحي عملیاتو، غوږ، پزي او هډوکو ماشینونه، التراساونډ، ډیجیټل ایکسرې او نور ماشینونه شامل دي.
د یادولو وړ ده چې دغه روغتون په کندهار کې د چین لخوا جوړ شوی او تر ډېره یې د طبي توکو او وسایلو د برابرولو دنده هم پر غاړه لري. چین له دې وړاندې هم له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د کرونا ضد واکسینو او نورو طبي توکو مرستې کړې دي.



































