د افغانستان استازو د ماینونو پر ضد د جوړ شوي کنوانسیون په عمومي غونډه کې ګډون کړی دی. اتاوا چې (له ماینونو پاکه نړۍ) تر شعار لاندې فعالیت کوي، غواړي په نړۍ کې د ماینونو پر ضد مبارزه وکړي او افغانستان هم ددغه کنوانیسیون غړی دی. د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دغه غونډه کې ګډون کړی دی. نوموړي د وینا پر مهال ویلي، افغانستان یو له هغه هېوادونو دی، چې زرګونه وګړي یې د ماینونو له امله قرباني شوي دي او لا هم دغه لړۍ په ځينو سیمو کې روانه ده. دده په خبره له همدې امله افغانستان د اتاوا کنوانیسیون غړیتوب خپل کړی دی او هڅه کوي له نړیوالو سره د ماینونو په ختمولو کې همکاري وکړي. هغه هیله څرګنده کړې چې یاد کنوانیسیون پخپلو فعالیتونو او طرحو کې بریالی شي او له ماین پاکه نړۍ راتلونکو نسلونو ته میراث پرېږدي.