هغه کسان چې له خپل چاغښت څخه په تنګ وي، د ورځې دې څلور یا پنځه انځر وخوري او دغه اندازه د بدن اړینه کالوري پوره کوي. انځر په خپل جوړښت کې پروټین، منرالونه، شکر، کلسیم او فاسفورس لري. په دواړه ډوله انځرو یانې تازه او وچو کې ویټامین اې او سي په پوره کچه موجود دي. دغه راز ویټامین بي او ډي هم په کمه اندازه لري. نو د همدې توکو په نظر کې نیولو سره ویلی شو، چې انځر یو له ګټورو غذایي درملو څخه دي. د فولادو، کلسیم او فاسفورسو په شتون سره د انځرو استعمال د هډوکو د قوي کېدو سبب کېږي. روغتیایي کارپوهان وایي، چې یو انځر د انسان بدن ته د اړتیا وړ دوه سلنه فولاد پوره کوي. په انځرو کې ځانګړې کالوري هم موندل کېږي، نو هغه کسان چې خپل وزن کموي، انځر دې ضرور وخوري، ځکه چې په یو انځر کې یوازې ۴۷ کالوري انرژي وي. د وینې فشار لرونکي خلک چې په بدن کې یې د سوډیم او پوتاشیم کچه برابره نه وي، د انځرو استعمال یې په برابر ساتلو کې ډېر ګټور تمامېدلی شي.