د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي، په هېواد کې د وروستیو ناامنیو د کنټرول لپاره نوې طرحې تر کار لاندې دي چې په پلې کېدو سره به یې په امنیتي وضعيت کې د پام وړ ښه والی راشي. نوموړي چې نن یې د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته خبرې کولې وویل، د محلي ځواک جوړېدو باندې په چټکۍ کار روان دی او دوی به له پخوانیو اشتباه ګانو نه په زده کړه د دې ځواک د ښه مدیریت لپاره هڅې وکړي. هغه دغه راز په ملي دفاع وزارت کې له فساد سره مبارزه له خپلو لومړیتوبونو وبلله او ویې ویل چې په دې برخه کې یې هم جدي هلې ځلې پیل کړې دي. بهرامي په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې د ولسي جرګې اندېښنې پر ځای وبللې او زیاته یې کړه، د امنیت د ټینګښت لپاره یې په بېلابېلو سیمو کې د پراخو عملیاتو پلان تر کار لاندې دی چې په تر سره کېدو سره به یې وضعیت تر یوه حده کنټرول شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ډېریو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ سختې جګړې روانې دي چې ورسره د ملي امنیتي ځواکونو تلفات هم ډېر شوي دي.



































