د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات به پر خپلې ټاکلې نېټه چې د ۱۳۹۸ کال د حمل یا وري میاشتې ۳۱ مه ټاکل شوې وه تر سره شي. د یاد کمېسیون په وینا یاد کمېسیون پرېکړه کړې چې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې به هم له ولسمشرۍ انتخاباتو سره همهاله د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه تر سره کړي. د یاد کمېسیون لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به بیا له ولسمشرۍ هغو وروسته د سنبلې میاشتې په ۳۰مه د ټول هېواد په کچه ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې یو ځل داسې راپورونه خپاره شول چې ټاکنو کمېسیون پرېکړه کړې چې راتلونکي ولسمشرۍ ټاکنې به په درې میاشتې ځنډ ترسره کړي.



































