د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې اداره، له افغانستان سره خپلې مرستې لا ډېروي. یادې څرګندونې د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو مرستیال مارک لوکاک له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د ژنيو کنفرانس په څنډه کې د لیدنې پر مهال کړې دي. د اجراییه ریاست پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، لوکاک په دې لیدنه کې په خپلو خبرو کې ویلي چې یاد سازمان به وچکالۍ ځپلو ته د رسېدګي په برخه کې له افغان حکومت سره په همغږۍ خپلو مرستو ته دوام ورکړي او ډاډ یې ورکړ چې دوی هڅه کوي په دې برخه کې خپلې مرستې لا ډېرې او پراخې کړي. سرچینه کاږي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د همکاریو پر پراختیا او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو د مقاومت پر لوړولو ټینګار کړی دی. دوی دغه راز په دې لیدنه کې له افغانستان سره د ژنيو ناسې پر ژمنو هم خبرې اترې کړې دي.



































