د ناسا یوه سفینه په تېرو شپږو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره د مریخ پر غولي کېناسته.
د ناسا کارکوونکو هغه مهال د خوښۍ چیغې او نارې وکړې چې د انسایټ په نوم له دې سفینې څخه یې د مریخ استوا کرښې ته نږدې پر پراخه ورشو د کېناستو سېګنالونه ترلاسه کړل.
له یوې دقیقې وروسته انسایټ په یو سیلفي عکس کې د خپل چاپېریال تصویر راواستاوه.
د دې سفینې د استولو هدف د سرې سیارې په ژورو کې د ننه تحقیقات او په دې اړه د معلوماتو راټولول دي چې مریخ څنګه جوړه شوې.
ساینسپوهان وايي چې انسایټ له اتموسفیر څخه تر غولي پورې واټن په ۷ دقیقو کې وواهه او بې له ستونزې کېناسته.
مریخ له ځمکې ۳۰۱ میلیون میله لرې ده او سفر یې شپږ میاشتې وخت نیسي.
مریخ ته د انسایټ د استولو ټول لګښت یو میلیارد ډالره و او دا ماموریت به د ځمکې په حساب په دوو کلونو کې چې د مریخ له یو کال سره برابر دی، بشپړ شي.
د یادونې ده چې ناسا تر دې وړاندې د بېلابېلو تحقیقاتو په موخه یو شمېر سفینې فضا ته لېږلې دي.