د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي د سه شنبې پر ورځ مشرانو جرګې ته ویلي، که په هېواد کې د زورواکو پر وړاندې قانون نه پلی کېږي، نو دی نور حاضر نه دی چې پر خپله څوکۍ پاتې شي. نوموړي له ولسمشر غني غوښتنه وکړه چې د سیمه ییز قوماندان عبدالغني علي پور قضیې د ارزولو او څېړنې لپاره دې د ولسي جرګې، امنیتي ادارو او قضایي بنسټونو نه یو ګډ پلاوی وګوماري .
علي پور چې د ناقانونه کړنو او له خلکو د باج اخیستلو په تور ملي امنیت نیولی و، د پلویانو د لاریون په پایله کې په ضمانت له بنده راخوشې شو.
د ملي امنیت رییس چې د امنیتي وضیعت په تړاو د ځواب ویلو لپاره مشرانو جرګې ور بللی و په غونډه کې وویل، په هغه صورت کې که قانون نه پلی کېږي، نو دی حاضر نه دی چې نور په دې څوکۍ خپلې دندې ته دوام ورکړي .
نوموړي وویل: «د قضایي او عدلي اړخ سربېره باید د دې قضیې ټولنیز اړخ هم وڅېړل شي. که چېرته قانون په سمه توګه نه پلی کېږي او موږ بیا هم دنده کوو، نو دا د ځان د بې عزتۍ په مانا ده، نو زه چمتو نه یم په داسې یو حالت کې چې عدالت نه پلی کېږي، کار وکړم.»




































