هره هڅه چې ماشوم مو د مور له شیدو څخه تغذیه وکړي، ارزښتمنه ده؛ ځکه چې د مور شیدې تر ټولو غوره غذایي سر چینه ده چې تاسو کولای شی د خپل ماشوم د ژوند د لومړي کال په اوږدو کې یې ورکړی، خو ځینې ښځې د خپلو شیدو د زېرمې د کچې په اړه له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي . د دغو ستونزو تر ټولو عمده لاملونه د بشپړو غذایي توکو نشتون، د مایعاتو لږ مصرف، ستړیا، لوړ رواني فشار، د ماشوم کمه تغذیه او یا د تغذیه کېدو لنډ مهال او داسې نور دي .
۱- د ډېرو اوبو څښل. که چېرې تاسو د اوبو له کمښت سره مخ یاستئ، نو ستاسو بدن نه شي کولای چې شیدې تولید کړي .
۲- ګټور او اغېزمن خوب. په هره کچه چې کولای شی خوب ته مو وخت ورکړئ؛ ځکه پوره خوب د مور د شیدو د زیاتوالي لامل ګرځي.
۳- له کورنۍ او دوستانو څخه د کور په کارونو کې د مرستې غوښتنه.
۴- ماشوم باید تر ډېره د مور له شیدو تغذیه شي. که چېرې ماشوم زیات او د اوږدې مودې لپاره د مور تی وروي، نو د مور د شیدو د ډېرښت سبب ګرځي.