په امریکا کې د سیلابونو د راوتلو له امله شاوخوا ۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې د امریکا په تینسي ایالت کې سیلابونه راوتلي چې ۲۲ کسه یې وژلي او ۴۳ نور یې ټپیان کړي دي.
امریکايي رسنۍ وایي چې دا سیلابونه په دې ایالت کې د تېرو ۲۴ کلونو په پرتله بې مخینې وو.
سیلابونو لومړنیو خدماتو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی، برېښنا پرې شوې او سلګونه خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. امریکايي حکومت اړمنو ته د بېړنیو مرستو د رسولو خبره کړې ده.






































