د هایټي حکومت وایي چې په دغه هېواد کې د یوې اونۍ مخکینۍ زلزلې له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۲۰۷ کسانو ته رسېدلی دی. چارواکو ویلي چې د زلزلې له امله شاوخوا ۳۴۴ کسان نور لادرکه هم دي. همدا راز د ټپیانو شمېر هم تر ۱۲ زره کسانو رسېدلی دی. د هایټي د ملکي محافظت اداره بیا وایي چې په دې هېواد کې په څو ښارونو کې شاوخوا پنځوس زره کورونه ویجاړ شوي. همدا راز ښوونځي، روغتونونه، سړکونه او دولتي دفترونه هم د ویجاړو شوو ودانیو په ډله کې راځي. د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې بیا ویلي چې په هایټي کې شاوخوا یو میلیون وګړي د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي دي. ددوی په خبره لسګونه زره خلک دمګړی په هایټي کې بې کوره دي. دغه زلزله په هایټي کې شاوخوا یوه اونۍ مخکې وشوه او د ریشتر په کچه ۷،۲ درجې بلل شوې ده.






































