د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د کردستان په پالنګان سیمه کې د یو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کردستان پولیس چارواکو ویلي چې دا پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې ۱۴ تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.






































