د پاکستان او امریکا ترمنځ لفظي کشمکش افغان سولې ته ستونزې جوړولی شي. ګلوبل ټایمز په یوه مقاله کې لیکي په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ ناندرۍ روانې دي او دغه ناندرۍ به ددې سبب شي چې د افغانستان د سولې پروسه له خنډ سره مخ شي. په مطلب کې راځي، پاکستان په سیمه کې داسې یو هېواد دی چې تر هر چا ډېر له طالبانو سره اړیکې لري نو امریکا دې له دغه ټکي په استفادې پاکستان اړ کړي چې له افغان سولې سره مرسته وکړي. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې پاکستان له امریکا سره دوه مخی چلند کړی دی او د ترهګرو په له منځه وړلو کې ورسره صادق نه دی. ده پر پاکستان میلیونونه ډالر مرسته هم ودروله. په مقابل کې یې عمران خان بیا وویل چې پاکستان د امریکا د جګړې لپاره قرباني ډېره ورکړې خو ګټه یې کمه کړې ده.



































