ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له جنورۍ راهیسې درې سوه زره افغانان د جګړې له امله بې کوره شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په راپور کې ویل شوي چې یوازې د غزني په ښار او شااوخوا سیمو کې ۲۵۱۱ کورنۍ د روانې جګړې له امله بې کوره شوې دي. د دې ادارې په وینا، د افغانستان په وردګ، بغلان، ننګرهار او هلمند کې په وروستیو لسو میاشتو کې نږدې دوه نیم سوه زره کسان جګړې بې کوره کړي دي. دغه سازمان همدا راز اندېښنه ښودلې چې غیر دولتي وسله والې ډلې له مرسته رسوونکو ادارو په غیرقانوني ډول پېسې غواړي او اړمنو ته د مرستې رسولو بهیر له خنډ سره مخ کوي.