د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د وروستۍ نښتې په غبرګون کې ښایي له پوتین سره خپله راتلونکې لیدنه لغوه کړي. د اوکرایني او روسي عسکرو ترمنځ څو ورځې مخکې نښته رامنځ ته شوه. روسي ځواکونو څو اوکرایني عسکر نیولې دي او یوې روسۍ محاکمې دغه اوکرایني سرتېري په دوه میاشتې بند محکوم کړي دي. دې مسئلې د امریکا سخت غبرګون پارولی دی او وایي چې د روسیې دغه کار به د واشنګټن او مسکو تر منځ اړیکې خرابې کړي.