ملګري ملتونه وايي، په تېرو څلور میاشتو کې یوازې د افغانستان په دوو وچکالي ځپلو ولایتونو هرات او بادغیس کې ۱۶۱ ماشومان چې له یوې میاشتې تر ۱۶ کلنۍ پورې عمرونه لري پلورل شوي دي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونسف ویاندې الیسن پارکر په جنیوا کې خبریالانو ته ویلي، په افغانستان کې ماشومان له خطرناک وضعیت سره مخ دي. مېرمن پارکر وايي، له جولای تر اکټوبر پورې په یوه سروې کې ښکاري چې کورنیو دا ماشومان د خپلو پورونو د خلاصولو یا اقتصادي کمزورۍ له کبله پلورلي یا یې په ماشومتوب کې د بل په نامه کړي دي. راپور زیاتوي چې تر یوې میاشتې لوړ عمر لرونکې نجونې د بل په نامه شوې دي یا پلورل شوې، تر یولس کلنۍ لوړې نجونې واده شوې دي او ورته موارد د هلکانو په برخه کې هم ثبت شوي دي. سرچینه زیاتوي چې له جګړې سره همهاله وچکالۍ او ناوړه اقتصادی وضعیت هم ګڼ افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.