د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هېدر ناورټ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په جینوا کنفرانس کې به نړیواله ټولنه او افغانستان دوه اړخیزې ژمنې و ارزوي. د نوموړې په وینا دا کنفرانس د افغانستان د پرمختګ لپاره غوره فرصت دی او افغان حکومت کولی شي د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره د نړیوالو ژمنې تر لاسه کړي. ویاندې ټینګار کړی چې له افغانستانه به د نړیوالې ټولنې ملاتړ دوامداره وي او ټول به ددغه هېواد د ثبات او امنیت لپاره کار وکړي. په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو له ټولو هڅو ملاتړ کوي او په وینا یې افغانان نور له جګړو ستړي شوي دي او د جینوا په کنفرانس کې به له نړیوالو وغوښتل شي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.