د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي چې د افغانستان حکومت به د افغان سولې مشري او مالکیت پر غاړه لري. نوموړې په جینوا کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، هغه ګنګوسې ناسمې دي چې ګواکي افغان حکومت د سولې په خبرو کې څنډې ته کړل شوی دی. د نوموړې په وینا نه روسیه او نه هم امریکا کولی شي د افغانستان د سولې د مذاکراتو مشري وکړي. ویلز زیاته کړې، امریکا هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي، خو د دې خبرو مشري د امریکا پر غاړه نه ده. ویلز پر نړیوالو هم غږ کړی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره هر اړخیزه همکاري وکړي او په دې توګه دغه هېواد ته تلپاتې ثبات او امنیت راولي.



































