د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په غزني کې د خپلو سرتېرو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي په غزني کې یې د سرتېرو وروستۍ مرګ ژوبلې سخت خواشینی کړی دی. دده په خبره سره له دې چې خواشینی دی، خو له افغان حکومت او افغان سرتېرو به د امریکا ملاتړ دوامداره وي. پرون په غزني کې پر امریکايي ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه. په دې پېښه کې درې امریکايي عسکر ووژل شول او درې نور ټپیان شول.



































