د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې دوی به له روسیې څخه د اس-۴۰۰ دفاعي سیسټم پېرلو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې چې یاد سیسټم له امریکا سره د مخامخ کېدو ارزښت لري او دوی د دغه سیسټم پر پېرلو هیڅکله پښېمانه نه دي. اردوغان ټینګار کړی دی چې که چېرته امریکا ورباندې پاټریوټ سیسټم پلورلی وای نو انقره نه مجبورېده چې اس-۴۰۰ سیستم وپېري. هغه څرګنده کړې ده چې دوی د خپل دفاعي قدرت د پیاوړتیا لپاره د هیچا اجازې ته اړتیا نه لري او په هر قیمت چې وي انقره به د خپل دفاعي سیسټم له پیاوړتیا مخ ونه ګرځوي.






































