ایرو ایشیا رېوېو په یوه مقاله کې په پاکستان کې د ټي ټي پي د وروستیو ګواښونو په اړه بحث کړی دی. په مطلب کې راځي چې دغه ډله پر خپل دريځ ولاړه ده او د عمران خان د سولې غوښتنه به و نه مني. سرچینه کاږي دمګړی ټي ټي پي تر بل هر وخت پیاوړي شوي دي نو له همدې امله پاکستانی حکومت اړ شوی چې دغه ډلې ته د سولې وړاندیز وکړي. ایرو ایشیا وایي چې ټي ټي پي د پاکستان طا لبان دي، د پاکستاني حکومت د چلند له امله رامنځ ته شوي او په هېڅ ګاونډي هېواد پورې اړه نه لري. سرچینه کاږي چې یاده ډله به پاکستان ته په لوی سرخوږي بدله شي او ښایي ددغه هېواد بېلې برخې له خطرونو سره مخ کړي.






































