د راپورونو له مخې په جازان ښار کې د ملک عبدالله په نامه پر یوه هوایي ډګر د حوثي یاغیانو ډرون الوتکو برید کړی چې له امله یې د شپږو عرب وګړو په ګډون لس کسه ټپیان شوي دي. راپورونه وایي چې په پېښه کې د هوایي ډګر ځینې برخې زیانمنې شوې هم دي. دا برید حوثي یاغیانو ترسره کړی چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري. سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی. حوثي یاغیان وخت ناوخت یمن ته د سعودي عربستان د نږدې ښارونو پر هوایي ډګرونو او ځینو دولتي تاسیساتو ورته بریدونه کوي.






































