د یمن په جنوبي ښار عدن کې د موټر بم برید له کبله څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. ددغه ښار امنیتي چارواکي وایي، چې وژل شوي ټول نظامیان دي او په ټپیانو کې بیا درې تنه ملکي وګړي شامل دي. د یمن د دولتي خبري آژانس د خبر له مخې، چې ددغه برید اصلي موخه د عدن والي احمد لملس و. خو دا چې نوموړي ته پکې زیان اوښتی او که نه په اړه یې څه نه دي ویل شوي.






































