د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون (کوپ،COP) د امضا کوونکو ۱۵مه غونډه د اکتوبر په يوولسمه نېټه د چين په کوربه توب د دغه هېواد د يون نان ولايت په کونمينګ ښار کې پرانيستل شوه او څلور ورځې به دوام ولري.
ياد تړون په ۱۹۹۳م کال کې په رسمي ډول نافذ شوی او تر اوسه ۱۹۶ هېوادونو امضا کړی او د طبيعي چاپيريال او بيولوژيکي تنوع د ساتلو په پار، هرو دوو کلونو کې يو ځل غونډه ترسره کوي.
د کوپ سږنۍ غونډه (( راځئ، د ځمکنۍ کرې د ژونديو موجوداتو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو)) اوس د چين په کونمينګ ښار کې روانه ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سږنۍ غونډې ته په وينا کې وويل، چې چين به په کونمينګ ښار کې د بيولوژيکي تنوع صندوق جوړ کړي او يو ميليارډ او ۵۰۰ ميليونه يوانه (کابو ۲۳۳ ميليونه ډالره) به ورکړي او دغه صندوق به په راتلونکې کې له پرمختيايي هېوادونو سره د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په چارو کې مرستې وکړي.
نوموړي هيله وښودله، چې بېلابېلې خواوې دغه صندوق ته بسپنې ورکړي. شي جين پينګ وويل، چې کرونا وبا د نړۍ پر پرمختګ بدې اغېزې کړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د عملي کولو بهير يې له زياتو ننګونو سره مخ کړی دی. پرمختيايي هېوادونه د اقتصادي ودې او د چاپيريال ساتنې له دوو مهمو دندو سره مخ دي او پدې برخو کې تر نورو زياتو مرستو او ملاتړ ته اړتيا لري. نوموړي له بېلابېلو خواوو څخه وغوښتل، چې يوموټی شي، د ستونزو د هواري لپاره دې ګډې هڅې وکړي، د پرمختګ او ښه چاپيريال له ګټو څخه دې زيات خلک برخمن او د ګډ پرمختګ لپاره دې ځمکنۍ کره اباده کړي.
هغه وويل، چې چين د ايکولوژيکي مدنيت د ابادۍ په برخه کې اغېزمن برياليتوبونه ترلاسه کړي، په يون نان ولايت کې د پيلانو د کوچېدو له جريان څخه څرګندېږي، چې د وحشي ژويو د ساتنې په موخه د دغه هېواد غوره اقدامات اغېزمن او بريالي دي.
هغه زياته کړه، چې اوبه او شنه غرونه د سرو زرو په شان ارزښت لري. ښه چاپيريال نه يوازې طبيعي شتمني ده، بلکې اقتصادي ګټې هم لري، نو نړيوال دې اقتصادي وده او د چاپيريال ساتنې چارې په همغږۍ پرمخ يوسي.
په افغانستان کې لوی سياسي بدلون راغلی، د دغه هېواد ايکولوژيکي سيستم هم د نړيوالو د پاملرنې او اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د نشه يي توکو د سوداګرۍ او د کاني زېرمو د غير قانوني استخراج، همدارنګه د لرګيو د غير قانوني تجارتي معاملو له کبله د ځنګلونو مساحت کابو ۱۸۵۰ هکتاره کم شوی دی.
افغانستان اوس کابو ۵۰۰۰ زره ډوله حيوانات او نباتات لري، خو په دغه هيواد کې د تېرو څلور لسيزو جګړو او د نړۍ اقليمي بدلون د دغو ژونديو موجوداتو موجوديت له ننګونو سره مخ کړی او افغانان بايد د دغو حيواناتو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.