د افغانستان پولې ته نږدې د ټولیز امنیت د غړو هېوادونو نظامي تمرینات لا هم ادامه لري. د راپورونو له مخې د افغانستان په شمالي پوله کې د تاجکستان په خاوره کې د ټولیز امنیت د غړو هېوادونو پوځیان لا هم په تمریناتو بوخت دی. په دغه هېوادونو کې روسیه، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، بلاروس او نور شامل دي. دغه هېوادونه هڅه کوي له افغانستان سره د تاجکستان پوله خوندي کړي او د احتمالي خطرونو مخنیوی وکړي. په پوځي تمریناتو کې شاوخوا څلور زره سرتېرو برخه اخیستې ده. دغه تمرینات په دوو بېلو برخو کې روان دي او غړي هېوادونه وایي چې د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي خپلې اړتیاوې و ارزوي.






































