چین او امریکا د اقلیمي بدلون په برخه کې له یو بل سره د همکارۍ ژمنه کړې ده. په ګلاسکو کې د اقلیمي بدلون په تړاو په جوړ شوي کنفرانس کې چین او امریکا په ناڅاپي ګډه اعلامیه کې خبر ورکړی چې دوی د ګلخانه يي ګازونو د کچې کمولو په برخه کې له یو بل سره همکاري کوي. دا دواړه هېوادونه په نړۍ کې د ګلخانه يي ګازونو تر ټولو ستر تولیدوونکي دي او د اقلیمي مسایلو د پوهانو په باور که دغه هېوادونه په خپلو کې همکاري وکړي نو د ځمکې د ګرمېدو کچه به راټيټه شي. دواړو هېوادونو ویلي چې دوی به په بېلو برخو کې همکاري وکړي او راتلونکې لسیزه به د ګلخانه يي ګازونو د تولید د کمولو لپاره سرنوشت ټاکوونکې وي.






































