هندي او سریلانکايي چارواکو ویلي، چې د هند په جنوب او سري لانکا کې سختو بارانونو ۴۱ کسان مړه کړي دي. د هند د هوا پیژندنې ادارې په اکثرو ځپل شویو سیمو کې د باران کمېدو وړاندوینه کړې خو بیا یې هم ویلي چې ښایي ځینې سړکونه او ټیټې سیمې تر اوبو لاندې شي. د هند په ګاونډي هیواد سريلانکا کې بارانونو ۲۵ کسان مړه کړي چې اکثر یې په اوبو کې غرق شوي دي او پنځه تنه یې د ځمکې د ښویدو له وجې مړه شوي دي. سریلانکا ته څیرمه د هند د ټامیل نادو ایالت د بیړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ایالتي وزیر راماچندران په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په دې ایالت کې ۱۶ کسان سختو بارانونو مړه کړي دي. د راپورونو له مخې زرګونه کسان د ټیټو پرتو سیمو څخه خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي او په ټامیل نادو کې زیات شمیر ښوونځي او پوهنتونونه د بارانونو له امله تړل شوي دي.






































