په بلغاریا کې د یوه بس چپه کېدو او سوځېدو ۴۶ کسه وژلي دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه د یاد هېواد په جنوب کې شوې ده او ډېری وژل شوي او ټپيان هغه سیلانیان دي چې له مقدونیې بلغاریا ته راغلي وو. د بلغاریا دولتي چارواکي وايي چې موټر لومړی ټکر شوی او وروسته یې اور اخیستی دی چې ټولټال پکې ۴۶ کسه وژل شوي دي.
په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. همدا راز ویل کېږي چې په پېښه کې اووه کسه ټپیان دي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.






































