د نړیوالې ټولنې له لوري په افغانستان کې د بشري حقونو ښکاره نقض روان دی. د اروپايي پارلمان یوه غړي مایک والاس په یوه ټوېټ پیغام کې په افغانستان کې روان وضعیت بوږنوونکی بللی او په خبره یې دا هر څه د نړیوالې ټولنې د بې پروایۍ له امله رامنځ ته شوي دي.
هغه ویلي چې امریکا او ملګرو یې د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې او دغه هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی، خو په رسنیو کې د بشري حقونو د پالنې نارې وهي. نوموړی زیاتوي، اروپايي ټولنه، امریکا او ملګري یې په نړۍ کې د بشري حقونو د خوندیتوب خبره کوي، خو د شتمنیو په کنګل کولو سره یې د افغانانو ژوند سخت کړی او بشري حقونه یې نقض کړي دي.
مایک وایي اروپا او امریکا د بشري حقونو نارې وهي خو همدا حقونه یې بیا پخپله تر پښو لاندې کړي دي. هغه تمه ښوودلې چې امریکا ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او له دغه هېواد سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.






































