د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر د پاکستان له زندان څخه په ضمانت خوشې شوی دی. د یاد غورځنګ غړو ویلي چې بې ګناه علي وزیر تر یو کال زنداني کېدو وروسته په ضمانت راخوشې شوی دی. د یادونې ده چې پاکستاني حکومت یو کال مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پارلمان غړی علي وزیر د پاکستاني حکومت پر ضد د پاروونکو څرګندونو او دغه راز په یو شمېر بریدونو کې د لاس لرلو په تور ونیو او زندان ته یې ولېږه، خو د یاد غورځنګ غړي وایي چې علي پرته له دې چې د خپلو خلکو لپاره یې د حقونو غوښتنه کوله بله هیڅ ګناه نه لري. دوی پر پاکستاني حکومت تور پورې کړی دی چې له ترهګرو سره لاس لري خو هغوی چې سوله او امن غواړي نیول کېږي او د بېلو جرمونو په تور زندان ته اچول کېږي.






































