د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، ایران لا هم وخت لري چې د اټمي تړون ژمنو ته راوګرځي. بلېنکن ویلي د ایران وروستي تحرکات د خوشبینۍ ډېر احساس نه ورکوي، خو په خبره یې ایران ته لا ډېره ناوخته نه ده چې شاتګ وکړي. بلېنکن خبریالانو ته ویلي، نړیواله ټولنه به نږدې راتلونکي کې دا څرک ولګوي چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته بېرته ورګرځي او که نه. ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې ایران اټمي فعالیتونه محدود کړل او لوېدیځیې په بدل کې پر دغه هېواد لګول شوي اقتصادي بندیزونه لیرې کړل.






































