اروپايي ټولنه وایي افغانستان ته یې روانه اونۍ لسګونه ټنه مرستندویه توکي رسېږي. د اروپايي ټولنې پر وېبپاڼه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې افغان لوري ته به ټولټال ۱۵۰ ټنه خوراکي او روغتیايي توکي وسپاري.
سرچینه وایي چې دا توکي د روغتیايي مواردو په برخه کې اړمنو ته رسوي او هڅه کوي په دې حساسو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي. د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې افغانان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي چې د نورو بنسټونو تر څنګ افغانستان ته مرستې ورسوي.
تر دې وړاندې هم اروپايي ټولنې ویلي وو چې له افغانستان سره خپلې اړیکې او تعاملات ډېروي څو وکړی شي له اړمنو سره پر وخت مرستې وکړي.



































