روسیه وایي د نړیوال بانک د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه ازادوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له سخت وضعیت ترېږي او نړیوالې ټولنې مرستې خورا مهمې دي. د نوموړې په وینا نړیوال بانک ته په کار ده چې د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي او له دغه هېواد سره په دې سختو شرایطو کې همکاري وکړي. زخارووا وایي د نړیوال بانک وروستۍ پرېکړه پر ځای ده، خو افغانستان لا ډېرو پیسو ته اړتیا لري او باید تر یو میلیاردو ډالرو پورې کنګل شوې شتمني په لومړي سر کې ازاده کړل شي. روسیې همدا راز د سیمې پر هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او په دغه هېواد کې د روان بحران مخه ونیسي.



































