د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان ته د مرستې درېیمه ډالري کڅوړه رسېدلې او د افغانستان نړیوال بانک((AIB ته سپارل شوې ده. د یاد بانک په خبره، د بشري مرستو دا درېیمه کڅوړه نولس اعشاریه دوه میلیونه امریکایي ډالر دي چې بازار ته په عرضې سره به د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ثبات کې مرسته وکړي. یاد بانک ویلي چې دوی هڅه کوي د هېوادوالو د بېوزلۍ او ناچارۍ مخنیوي لپاره له اصولي او اسانه لارو چارو کار واخلي. د افغانستان بانک ډاډ ورکړی دی چې د هېواد د بانکي نظام وضعیت به ښه او اسعاري اړتیاوې به ژر تر ژره حل شي.



































