د افغانستان ا.ا وایي چې د حکومت او اړوندو اقتصادي ادارو تر جدي پاملرنې وروسته یو لړ اقدامات شوي دي. د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست احمدالله وثیق ویلي چې د حکومت او اړوندو اقتصادي ادارو د جدي توجه وروسته، کاري ګامونه اخیستل شوي او تمه ده ژر به د افغانۍ ارزښت لوړ شي. هغه پر خپل ټویټر په بېسارې توګه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ښکته کېدو ته په اشارې ویلي چې هڅه روانه ده چي له هيواده د باندې د اوليه توکو د خريداري قراردادونه نور هم اضافه شي څو په هېواد دننه د توکو قیمت ورسره ښکته راشي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ډراماټیکه توګه لوړ شوی او پرون یو ډالر ان په ۱۳۰ افغانۍ هم تبادله شوی دی.



































