ترکمنستان وایي خپلې بشردوستانه مرستې یې په هرات کې افغان چارواکو ته تسلیم کړې دي. د راپورونو له مخې ترکمنستان د ۱،۲ میلیونو ډالرو په ارزښت له افغانستان سره بشردوستانه مرسته کړې ده، چې په دې کې البسه، خوراکي توکي، سونتوکي، ګاز او تېل شامل دي.
یاد توکي یې د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ته راوړي دي او په دغه ولایت کې یې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر عباس ستانکزي ته سپارلي دي. ترکمنستاني چارواکو په دې تړاو په جوړو شوو مراسمو کې له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی.
ترکمنستان د هغو ګاونډیو له ډلې دی چې تل یې له افغانستان سره د سولې، اقتصادي ودې او بشردوستانه خدماتو په برخه کې مرستې کړې دي. افغان لوري یې له وروستۍ مرستې هم مننه کړې ده.



































