د افغانستان ا.ا د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست احمدالله وثیق ویلي چې ډېر ژر به د جلال اباد-تورخم لارې د دویم سړک رغونې چارې پیل شي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان د ټولګټو چارو وزارتو مسوولينو په تورخم ښارګوټي کې د يوې ناستې په ترڅ کې د تورخم – جلال اباد دويم سړک د جوړولو په تړاو خبرې کړې او ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر به د یاد سړک پاتې کارونه د FWO شرکت له لوري بیا پیل شي. د یادونې ده چې د دغه سړک د جوړولو خبره بیا بیا شوې ده خو تر اوسه پورې یې د رغونې په برخه کې هیڅ عملي اقدامات نه دي شوي.



































