وروسته تر هغه چې پرون د افغانستان ا.ا چارواکو د افغانۍ د ثبات لپاره د اړینو ګامونو د پورته کولو خبر ورکړ په تېرو ورځو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ له ښکته کېدو وروسته، نن د کابل او ولایتونو په بازارونو کې د ډالر بیه ۲۰ افغانۍ را ښکته شوې ده. د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدو له امله په بازار کې د خوراکي توکو بیې بېمخینې لوړې شوې وې، چې اوس بېرته په ښه کېدو دي. په همدې حال کې د ا.ا چارواکو یو ځل بیا هېوادوالو ته ډاډ ورکړی دی چې د دغه تغیراتو د مخنیوي او د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره به خپلې هلې ځلې جاري وساتي.



































