د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو ریاست وایي چې په سلګونو لارۍ چې په سوداګریزو توکو بار وې اجازه یې موندلې ده چې د هند مارکېټونو ته داخلې شي. د بهرنیو چارو وزارت د سوداګریزو اړیکو رییس شفیع اعظم رسنیو ویلي چې دغه لارۍ له ډېره وخته د هند د حکومت له لورې درول شوې وې، خو د نوموړي په خبره، د افغان حکومت د پرلپسې هڅو په پایله کې یاده ستونزه حل شوې او درول شوې لارۍ د هند مارکېټونو ته داخلې شوې دي. هند که څه هم تر اوسه د دې ستونزې په اړه څه نه وو ویلي خو د پاکستان له لارې یې افغانستان ته د خپلو سوداګریزو توکو او مرستو د رالېږدولو پر وړاندې د پاکستاني حکومت د خنډونو له ایجادولو شکایت کړی دی.



































