د روسيې د بهرنيو چارو وزارت افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د درېيو پوځي الوتکو د رارسېدو خبر ورکړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه الوتکې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په امر کابل ته لاړې. روسيې له دې وړاندې هم له افغانستان سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کړې دي. دا د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته افغانستان ته د روسیې د بشري مرستو دویمه جوپه ده چې کابل ته رارسیږي. له وروستیو سیاسي بدلونونو سره خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. ځکه د تېر حکومت په نسکورېدو سره د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوې او یو زیات شمېر خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. مرستندویه ادارو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې له افغانستان سره بېړنۍ مرستې وکړی.



































