د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکي پانګوالو او سوداګرو له پلاوي سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د ۷۷ ساختماني شرکت مسوول سیلمان جیلو ویلي چې هلمند کې د کجکي برېښنا بند پروژې چارې په خلاصېدو دي او په نږدې راتلونکي کې به افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د نوموړي په وینا د یادې پروژې د لومړي فاز چارې چې د نوې فابریکې جوړول او د توربینونو نصبول پکې شامل دي ۹۲ سلنه بشپړې شوې او د ۲۰۲۲ میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې به د ۳۳ میګاواټه برېښنا تولید په ظرفیت کار پيل او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل میاشتې تر وروستیو به یې درې واړه توربینونه په ۱۰۰ میګاواټه ظرفیت سره کار پیل کړي.



































