په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو سره هممهاله پر بايډن او امریکايي حکومت د بندیزونو د لرې کولو لپاره فشارونه ډېر شوي دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو، په امریکا کې د بشري حقونو فعالو بنسټونو او ځینې اداراتو په بېلو لیکونو کې د بایډن له ادارې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د کمولو غوښتنه کړې ده.
سرچینه وایي پر بایډن فشارونه ډېر شوي او ښایي دې ته اړ کړل شي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او یا هم پر بدېلو لارو چارو فکر وکړي. له هغه وروسته چې طا لبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل د بايډن ادارې پرېکړه وکړه چې د هېواد شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړي. دې مسئلې د افغانستان په اقتصادي چاپېریال کې بې باوري رامنځ ته کړه، چې نه یوازې د پانګو د تېښتې سبب شوه بلکې په هېواد کې یې اقتصادي وضعیت ناوړه کړی دی.



































