د افغان حکومت، قطري او ترکي شرکتونو ترمنځ د هوايي ډګرونو د مدیریت په سره خبرې پیلېږي. د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د ترکي او قطري شرکتونو پلاوی کابل ته راشي او دلته به د یاد وزارت له چارواکو او تخنیکي ټیمونو سره د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې کوي.
د احمدي په خبره ټاکل شوې چې ترکیه او قطر د کابل هوایي ډګر په ګډون د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه مدیریت کړي. په دې کې د هرات، کندهار، بلخ، کابل او خوست هوایي ډګرونه شامل دي. ترکیې هم ویلي چې له قطر سره په ګډه د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو امنیت او مدیریت په مخ وړي.



































