ایران او هند د افغانستان په اړه پر همکارۍ ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. ایراني لوري ویلي که چېرته هند له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پلان لري نو ایران تیار دی چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.
د عبداللهیان په خبره ایران له هند سره مرسته کوي چې د درملو او غنمو په څېر خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي او په چابهار بندر کې ددې چارې زمینه ورته برابروي. ایران داسې مهال دغه ژمنه کوي چې له څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم د پاکستان له لوري درول شوي او افغانستان ته د وړلو اجازه نه ورکوي.



































