چین یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی. په کابل کې د چین سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي او پر بېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي.
د چین سفیر ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې غوښتونکي دي چې دلته دایمي سوله او ثبات تامین شي. چینایي لوري همدا راز د مرستو د پراختیا ډاډ ورکړی دی. د کورنیو چارو سرپرست وزیر بیا له دغه هېواد مننه کړې چې له افغانستان سره مرسته کوي، خو وایي دا مرستې دې پراخې شي. هغه همدا راز ویلي، چین دې له افغانستان سره د رسمیت پېژندلو په مسئله کې هم همکاري وکړي.



































