د افغانستان ملي بانک ویلي چې په دغه بانک کې په کافي اندازه فزیکي پیسې شته دي او دوی کولی شي چې له سوداګرو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي. د بانک پلاوي دغه راز ټینګار کړی دی دوی له بهرنیو سوداګرو او بانکونو سره هم راکړې ورکړې ته چمتووالی لري. د دغه بانک پلاوي دا څرګندونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې کړې دي. په همدې حال کې نوموړي د ملي بانک له اداري پلاوي سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د غوښتنو او خدمتونو په اړه خپل پلانونه له دغه وزارت سره شریک کړي او د بیلابیلو پروګرامونو له لارې خدمات خلکو ته وړاندې کړي.



































