اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۶۸.۳ میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې ده. دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاده ټولنه به له افغانستان سره د تعلیمي، معیشتي او روغتیایي پروژو تطبیق لپاره ۲۶۸.۳ میلیون یورو مرسته وکړي. د دغه سازمان په وینا، دا مرستې به د ملګرو ملتونو سازمان له لوري په یادو شوو برخو کې ولګول شي. اروپایي ټولنه دا مرسته وروسته تر هغه اعلانوي چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ترینګلی ښودلی او د مرستو د نه ترسره کېدو په صورت کې یې د یو بېساري بحران خبرداری ورکړی دی.



































