هند وايي راتلونکې میاشت ښایي افغانستان ته د پاکستان له لارې د هندي غنمو لېږدول پيل شي. هندي رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له خولې لیکلي چې هند افغانستان ته له ژمنې سره سم پنځوس زره ټنه غنم لېږي خو له میاشتو راهیسې دغه غنم د پاکستاني حکومت له لوري درول شوي او د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
هندي رسرچینو ویلي چې له پاکستان سره دوامداره مذاکرات روان دي او ښایي راتلونکې میاشت دغه غنمو ته د لېږد اجازه ورکړي. بلخوا افغان حکومت هم په ځلونو له پاکستاني لوري غوښتي چې له افغانستان سره مرسته شوو غنمو ته د لېږد اجازه ورکړي.
ددې تر څنګ هند او ایران په تازه خبرو کې ویلي چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د هندي غنمو د لېږد زمینه برابرولی شي.



































