امریکا پر ایران د بندیزونو د معافیت سند تمدید کړ. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن هغه سند تایید کړ چې له مخې یې ایران د ځينو بندیزونو معافیت ترلاسه کوي. ددې سند له مخې روسي، چینايي او اروپايي شرکتونو ته اجازه ولري چې له ایران سره په تخنیکي چارو کې راکړه ورکړه او همکاري ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي ددې سند د تمدید یوازینۍ موخه دا ده چې د وین په مذاکراتو کې پرمختګونه رامنځ ته شي. سرچینه وایي دا په دې مانا نه ده چې دوی نور له ایران سره هوکړې ته ورسېدل او اټومي تړون بېرته عملي شو. امریکا وايي خبرې او مذاکرات لا هم روان دي.






































