آلمان هم پر اوکراین د روسیې د برید په تړاو خبرداری ورکړی دی. آلمان وایي روسیه پر اوکراین برید ته ډېره نږدې شوې ده او ددې احتمال شته چې راتلونکو ورځو کې د بدو پېښو شاهدان وو. له دې سره جوخت د اوکراین ولسمشر پر جو بايډن غږ کړی چې اوکراین ته سفر وکړي او د وضعیت د کنټرول لپاره له اوکرایني حکومت سره له نږدې وګوري.
بلخوا تازه لیتوانیا اوکراین ته الوتکو ضد توغندي لېږدولي دي او له دغه هېواد سره یې د مرستو ډاډ ورکړی دی. امریکا هم ټینګار کړی چې دوی د اوکراین تر څنګ ولاړ دي او دا به ثابتوي چې د روسیې د برید په صورت کې امریکا د اوکراین تر ټولو ښه متحد دی.






































